مبارکی
اسلام عليکم. درنو دوستانو، د ګروپ غړو، هیوادوالو، په بهر او افغانستان کي درنو افغانانو تاسو ته همدا اوس پر ١٢ بجي حاضر يم. ښاغلو د نیکمرغه ١٤٠٣ هجري لمریز کال مبارکي درته وایم. هیله ده دا کال په افغانستان د سولی، یووالي، ورورګلوی، پرمختګ او ښېګڼي کال وي. درنو ملګرو زموږ ستاسو ترمنځ مينه محبت هغه څه دي چي تر هر څه ارزښتمند دي. تیر کال ډېر داسي انسانان موجود وه چی نن تر خاورو لاندي دي. ډېر ملګري مو ژوندي وه مګر نن نسته. دوستانو موږ تاسو ته تر هر څه په خپلو کی مينه محبت اولیت لري. هر څه موندل کیږي. که چيري موټر نه وی، يا همداسي نور د ژوند وسايل نه وي، موندل کیږي مګر که چيري زموږ له منځه څخه زموږ یو ملګری یا د کورني یو غړی لاړ سی بیا هیڅکله موږ هغه نه سو موندلای. تیر کال ډېر داسي کسان ژوندي وه مګر د کال په اوږدو کي پر معمولي اسبابو له منځه لاړل، نن هر څه سته مګر هغه ملګري مو نسته. نور ستاسو قيمتي وخت نه نیسم. بيا هم په بهر او داخل کي ټولو افغانانو او ټولو مسلمانانو ته د سپيڅلي هجرت ١٤٠٣ کليزي مبارکي وایم.